افغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

په بلخاب کې شخړه؛ پر باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ کی لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

د دید خبری آژانس د خبر له مخې: له بامیان ولایت څخه راپورونه وایی چې د بلخاب ولسوالۍ له نښتو وروسته په لسګونو کورنۍ د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په سیمو بې ځایه شوی دی.

په بلخاب کې شخړه؛ پر باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ کی لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طا-لبانو او د دی دله هزاره قومندان مولوي مهدي تر منځ له جګړې وروسته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ پر بند پتاب سیمې لسګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه کورنۍ دا مهال په خراب مالي حالت کې دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
په همدې حال کې د باميانو د والي وياند وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو مسئولينو له يادو کورنيو سره د مرستې په موخه د مرستندويه ادارو له مسئولينو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.
په همدې حال کې د بشري حقونو ډلو د بلخاب په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې او پر طا-لبانو یې غږ کړی چې پر ملکي وګړو بریدونه بس کړي.
د طا-لبانو د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د سازمانونو راپور بې اساسه بللی او ویلي یې دي چې د سیمې په اړه کره معلومات نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا