اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: موږ په نړۍ کې په پراخه کچه منل شوي یو

دید خبري آژانس: د طا-لبانو ویاند ویلي، کابل ته د دیپلوماتانو او بهرنیو پلاویو سفر په نړۍ کې د طا-لبانو د حکومت د پراخ منلو نښه ده.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په شپه (د ثور ۵) په یوه پیغام کې لیکلي چې په دې وروستیو کې کابل ته د ګڼ شمېر دیپلوماتیکو استازو او بهرنیو پلاوو سفرونه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو کې له طا-لب چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال او ورسره ملګري پلاوي او همدارنګه د روسیې، مالیزیا، قزاقستان، ترکمنستان او اروپايي ټولنې د ډیپلوماټانو ناسته د پام وړ ده.

مجاهد زیاته کړه: «همدارنګه د ازبکستان په ترمذ ښار کې په یوه مهمه غونډه کې د ترانسپورت د سرپرست وزیر حمدالله اخندزاده په مشرۍ د افغان پلاوي ګډون د دې ښودنه کوي چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره خوندي دي او تبادله شتون لري».

ده وويل چې له بهرنيو هېوادونو سره د طا-لبانو اړيکې ورځ په ورځ پراخېږي. مجاهد ټینګار کړی چې له بهرنیو چارواکو سره ناستې «د افغانستان لپاره په اقتصادي ډګر کې ښې پایلې لري».

د طا-لبانو ویاند ویلي: «د ځینو خلکو دا تصور چې افغانستان په انزوا کې دی، اقتصاد یې په خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نه شي خوندي کېدای، دا ټول دروغ ثابت شوي دي».

له شاوخوا درې کلونو وروسته هېڅ هېواد په رسمي توګه طا-لبان په رسمیت نه پېژني.

خو د سیمې هېوادونو او د افغانستان یو شمېر ګاونډیانو له طا-لبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د هغوی ډیپلوماتان یې منلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا