اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان په تړاو قطر او پاکستان ته د جان باس سفر

دید خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او د امریکا د ګټو په اړه قطر او پاکستان ته د دغه وزارت د سیاسی مرستیال جان باس د سفر د پیل خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال جان باس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې قطر او پاکستان ته سفر وکړي چې له افغانستانه د ملاتړ او ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: نوموړی به په قطر کې د قطر د حکومت له لوړپوړو چارواکو او نورو دیپلوماتیکو پلاوو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

هغه به په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د امریکا او پاکستان د ملګرتیا د برخې په توګه به په یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

باید وویل شي، چې روسي چارواکو په دې وروستیو کې په سیمه کې د امریکا د نفوذ د پراخولو لپاره د تازه هڅو اعلان کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا