اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جګپوړی روسي دیپلومات: د افغانستان د حکومت د پېژندلو لپاره په واک کې د ټولو توکمونو ګډون اړین دی

ډید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، په افغانستان کې د حکومت د پېژندلو لپاره په واک کې د ټولو توکمونو ګډون اړین دی.

روسي رسنیو د میخایل ګالوزین له قوله ویلي چې په افغانستان کې ټول شموله حکومت ته اړتیا ده چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي جریانونو استازي په کې شامل شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: د افغانستان د مشرتابه د پيژندلو مسئله د ټولو سياسي قوتونو په ګډون د يوه ټول شموله حکومت په جوړولو پورې اړه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې مسکو طا-لبان په رسمیت نه پېژني. خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په روسیه کې یې د افغانستان سفارت هم دوی ته سپارلی دی.

خو د يادونې وړ ده، چې روسيه هم له طا-لبانو ضد ډلو سره اړيکې لري او روسي چارواکو هم د ترکيې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې له هغوى سره ناستې کړې دي.

روسیه د افغانستان د شمال له ناامنیو او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو له خوځښتونو اندېښمنه ​​ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا