اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د سیمه ییز اتصال په اړه د جینوا کنفرانس، ګډون او وینا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس په څنډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې د سیمه ییز اتصال ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیالانو او د نړۍ کابو سل هیوادونو او بین المللي سازمانونو مقاماتو او استازو حضور درلود، جمهوررئیس محمداشرف غني دغې ناستې ته په خپله وینا کې د اقتصادي براعظم په توګه په اسیا کې د بدلون او په دغه لویه وچه کې په بېلابېلو برخو کې د تغییراتو، اتصال ارزښت او پر پریمانه حیاتي زېربناو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.


هغه زیاته کړه: افغانستان د سیمې څلورلار وه او د ګرنډ ترانک، لاجورد لار او ورېښمو لار په څېر تاریخي واټونه ترې تېر شوي او په حقیقت کې دغه ډول هیواد له دې مهم موقعیت سره کولای شي خپل لیدلوری، ستراتېژيک لرلید او د عمل پلان ترسیم کړي او خوشحاله یوو چې اوس افغانستان ته له فرصتونو څخه د ډک لرلید په توګه کتل کېږي، نه د ګواښ.
جمهوررئیس د تلپاتې سولې لپاره سیمه ییزه پیاوړې اجماع مهمه وبلله او د کاسا زر، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان د برېښنا لېږد مزي، ټاپې پایپ لاین سیمه ییزو پروژو په څېر یې د دغه ډول نوښتونو پر پیاوړتیا او د افغانستان او سیمه ییزو شریکانو ترمنځ یې د سوداګرۍ کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.
همدا راز د هیواد جمهوررئیس د عرضې او ارزښت ځنځیرونو د پیاوړتیا او ښه والي د هوکړې په اړه چې د ښکیلو خواوو په ګټه دی، په حیاتي زېربناوو کې د خالیګاوو ارزونې، د صنعت په محور او زرغونې انرژۍ د افغانستان د بدلېدو او د انلاین سیستمونو له لارې د بشري پانګو د انکشاف په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېرو پنځو کلونو کې یوې ستراتېژۍ چې افغانستان د سیمه ییز اتصال په چوکاټ کې راولي، تحقق موندلی دی.
جمهوررئیس وویل، د اتصال او سیمه ییزو همکاریو، د سیمه ییزو پانګونو مدیریت، د تعریف شویو برنامو په چوکاټ کې د پروژو ډیزاین، تطبیق او تداوم او د وړاندوینې وړ چاپېریال لپاره د اجماع جوړولو له اوسنیو ټولنو څخه په استفادې د سیمې رهبرانو ترمنځ د اجماع ګټې او نور اقدامات موږ د دې وړ ګرځوي چې خپلې هڅې چټکې او پراختیا ورکړو.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره د بین المللي شریکانو د همکاریو مننه وکړه وې ویل، لاسته راغلي بریالیتوبونه او وړتیاوې موږ ته دا اجازه راکوي چې د سیمې د څلور لار په توګه د افغانستان د بدلېدو په برخه کې پر یوه لیدلوري فکر وکړو او دا یو خوب نه، بلکې د تحقق وړ هدف دی.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې په تېرو څلوېښت کلونو کې د افغان ولس درد او رنځ ته په پام، دغه هیواد سره زموږ د هدف په ترلاسه کولو یعنې د اسیا پر څلور لار بدلېدو کې مرسته وکړي، ترڅو یو خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره د یوې پانګې او د اسلام د زغم مننونکي، تمدن، فرهنګ او پرمختګ پر مرکز بدل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا