اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان متقي ته: تی تی پی یوه ترهګره ډله ده

ډيډ خبري اژانس: د اميرخان متقي د دې خبرې په ردولو سره چې پاکستان له ټي ټي پي سره په وروستۍ شېبه کې له شوې هوکړې څخه په شا شو، يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي څرګنده کړه چې ټي ټي پي د پاکستان پر قبايلي سيمو د تسلط هڅه کوي.

امیر خان متقي له یوه پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید سره په لیدنه کې پر اسلام اباد تور ولګاوه چې له ټي ټي پي سره له خبرو اترو څخه په شا کیږي.

هغه ادعا وکړه چې د دواړو لورو تر منځ د لانجې ډېری ستونزې هوارې شوې دي. خو د پاکستان حکومت له دغو خبرو څخه په شا شو.

د هغه په ​​​​وینا، د شخړې یوازینی پاتې ټکی د پخوانۍ وفاق تر انتظام لاندې قبایلي سیمو (فاټا) یوځای کول وو.

د متقي په وينا، کله چې دواړه لوري د هوکړې د نهايي کېدو په درشل کې وو، پاکستان له دې کاره لاس واخيست.

خو د پاکستان یوه باخبره چارواکي د متقي څرګندونې «بې بنسټه» وبللې او ویې ویل چې د متقي کیسه ریښتیا نه ده.

هغه پرون ایکسپریس ټریبیون ته څرګنده کړه چې د پاکستاني طا-لبانو د غیر منطقي او غیر قانوني غوښتنو له امله خبرې اترې ناکامې شوې.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د خبرو اترو تر پوښښ لاندې د دغې ډلې موخه د افغان طا-لبانو په پټ ملاتړ سره په پخوانیو قبایلي سیمو کې د ځان اعلان شوې امپراتورۍ رامنځته کول دي.

هغه وویل: ایا موږ باید خپله ځمکه دغو ترهګرو ته ورکړو؟ بالکل نه.

هغه افغان طا-لبان د دوه اړخیزو اړیکو د اوسنۍ کړکېچ مسوول بولي.

د هغه په ​​وینا یو بل عامل چې د خبرو د پرمختګ خنډ و، د پاکستان دا تفاهم و چې د پاکستان تحریک طا-لبان د خبرو اترو د بیا تنظیمولو لپاره د یوې بهانې په توګه کار اخلي، ځکه چې د اوربند له اعلان سره سره د تحریک طا-لبان پاکستان ترهګریز بریدونه دوام لري.

دغه چارواکي ټینګار کړی، چې پاکستان افغان طا-لبانو ته کافي وخت ورکړی، چې د پاکستاني طا-لبانو د هڅونې ګواښ بې پرې کړي.

هغه زیاته کړه: موږ شواهد وړاندې کړل او په افغانستان کې مو د تحریک طا-لبان پاکستان د ترهګرو پټنځایونه شریک کړل. خو له دې هڅو سره سره افغان طا-لبانو یوازې ژمنې وکړې او د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو پر وړاندې یې کوم بنسټیز اقدام ونه کړ.

دغه چارواکي ویلي چې پاکستان اوس روښانه دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې له ترهګرو سره به خبرې نه کوي.

د دغه چارواکي په وینا، افغان طا-لبان باید د پاکستاني طا-لبانو او د هغوی د ملګرو د هڅونې پر وړاندې د باور وړ اقدامات وکړي. د دې اقداماتو پایلې باید د پولې هاخوا د ترهګرو بریدونو په کمولو کې څرګندې شي. له داسې پرمختګ پرته، پاکستان نشي کولی له افغانستان سره «د معمول په څېر ارتباطات» وساتي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا