اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

بایډن د فلسطینیانو په وژلو کې د امریکا د وسلو په رول اعتراف وکړ

دید خبری اژانس وایی: په غزه کښې د اسرائیلو د رژیم له خوا د ښځو او ماشومانو په شمول د څه دپاسه ۳۴ زره فلسطینیانو له وژل کیدا وروسته د امریکې ولسمشر جوبایډن په دغه قتل کښې د امریکې د وسلو په رول اعتراف وکړ.

جوبایډن له CNN سره په مرکه کې ومنله چې اسرائیلي رژیم په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کارولي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا ولسمشر پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو په اړه په داسې ډول خبرې کوي، چې غواړي پر رفح د برید د مخنیوي لپاره پر تل ابیب فشار راوړي.

د اسرائیلو د رژیم چارواکو تر اوسه د بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د دغه رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې په رفح کې به پوځي عملیات دوام ولري.

اسرائيلي رژيم پر هوايي بريدونو سربېره د فلسطين پر رفح کرښه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او دغې سيمې ته يې د بشري مرستو د رسولو لاره بنده کړې ده.

د امریکا متحده ایالات د اسراییل رژیم ته د وسلو ستر عرضه کوونکی دی او د حماس لخوا د برید او پر غزې د اسراییلو د خونړي برید له پیل وروسته یې دا بهیر ګړندی کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا