اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د بښنې نړیوال سازمان پر لبنان د اسرایلو د فاسفورس بم برید «جنګي جرم» بللی دی

ډيډ خبري اژانس: د بښنې نړيوال سازمان وايي، د لبنان په سوېل کې په بريد کې د اسراييلي رژيم له خوا د فاسفورس بمونو د کارولو په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

دغه سازمان پرون یو راپور خپور کړ او ویې ویل: د بښنې نړیوال سازمان نوې څیړنې ښیی چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د اکتوبر د شپاړسمې نیټې په حمله کښې د لبنان په جنوب کښې په ظهره کښې په غیر قانونی توګه سپین فاسفورس استعمال کړ.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا برید باید د «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.

په همدې حال کې اسرائیلي رژیم په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځ ته کیدو د پریکړه لیک له تصویب سره سره د ملکي خلکو پر ضد هوایي او ځمکنیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

له دې مخکې هم د غزې په تړانګه کښې د ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو په وژلو سره د اسرائیلو رژیم د بشري حقوقو د بنسټونو او د مختلفو هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا