اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ژغورنې ملي مقاومت شورا: د بدخشان اعتراضونه به پراخ شي

ډید خبري آژانس: د نجات ملي مقاومت شورا وايي، چې د بدخشان د خلکو اعتراضي خوځښت خپلسری دی، خو په دغه ولایت کې به محدود نه وي او په ټول افغانستان کې به وغځېږي.

په هغې اعلاميه کې چې د بدخشان د خلکو د اعتراضونو په باره کې يې خپره کړې، دغې شورا ويلي چې د طا-لبانو له خوا د خلکو ځورول د خلکو اعتراضونه پارولي دي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو د ظلم او تېري پر وړاندې د بدخشان د خلکو پاڅون چې د خلکو خپلسري حرکت دى. يقيناً چې دا يو ولايت پورې محدود نه دی او ډېر وخت به نه وي چې په ټول هېواد کې به د ولس د وجدان د ټپي کېدو په پار په تاوتريخوالي بدل شي».

د ملي مقاومت د نجات شورا په اعلاميه کې راغلي، چې دغه وحشیانه جبر د کوکنارو د کښت له امله نه، بلکې د سياسي انګېزې له امله تر سره کېږي، ځکه طالبان پخپله د هېواد په ډېرو سيمو کې د کوکنارو کښت ته وده ورکوي او د هغوى اقتصاد ته زيان رسوي. د کوکنارو په کرکیله کی له تیر څخه تر اوس پوری دی.

د نجات ملي مقاومت شورا په خپله اعلامیه کې له طا-لبانو غوښتي چې د خلکو اعتراض ته غوږ ونیسي، که نه نو د ټول ملت له غضب سره به مخ شي.

د يادونې ور ده، چې د بدخشان ولايت لاريونونه څلورمې ورځې ته ننوتلي، چې په لومړي سر کې د درايم ولسوالۍ د خلکو لاريونونه پيل شول، خو وروسته يې يو شمېر نورو ولسواليو ته هم وغځول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا