اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په هرات کې ترهګریز برید؛ یوناما د شیعه ګانو د ساتنې لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه

دید خبری آژانس د خبر له مخې: په هرات کښې په عبادت کونکو باندې له ترهګریز برید وروسته په افغانستان کښې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی (یوناما) د شیعه ګانو د ساتنې لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

یوناما د ایکس په صفحه د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه برید چې د یوه ماشوم په ګډون یې لږ تر لږه اوه تنه ووژل او ټپیان کړل، غندلی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي: د عاملینو لپاره پلټنې او حساب ورکونې او د افغان شیعه ټولنې لپاره محافظتي اقداماتو ته عاجله اړتیا ده.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په «اندېشه» ښارګوټي کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو د امام زمان په جومات کې د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې شپږ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې داعش په افغانستان کې پر شیعه ګانو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا