اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مولوی کبیر: موږ د ډرون ګزمې نه شو کنټرولولی

ډید خبري اژانس: د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، دوی د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې د کنټرول توان نه لري.

مولوي عبدالکبیر دغه موضوع نن پنجشنبه (د ثور ۲۰مه) په پنجشېر کې د یوې ولسي غونډې پر مهال راپورته کړه.

د لومړي وزير سياسي مرستيال په دې اړه څه ونه ويل، چې دغه الوتکې له کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي حريم ته داخلې شوې دي.

په دې وروستيو کې نيمروز، کندهار، پکتيکا، پنجشير، هرات، بدخشان او د هېواد يو شمېر نور ولايتونه د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.

خو د طا-لبانو لوړپوړو چارواکو په وار وار پاکستان تورن کړی چې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې په برخه کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخواني وزیر جان اڅکزي په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې طا-لبانو په کندهار کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره اډه جوړه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا