اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

ډاکټر عبدالله عبدالله: د منځنۍ اسیا هېوادونو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې زیات مسؤلیت په افغانانو ایښی دی

عبدالله عبدالله دا خبرې نن په بامیان ولایت کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو څلورم ګډ کنفرانس ته وکړې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

په دې تروریستي شبکو کې له ټولې سیمې خلک شامل دي، په اقتصادي او فرهنګي چارو کې همکارۍ ښې دي، له ترورېزم او تروریستي شبکو سره د مبارزې په برخه کې فکر کوم د دې کار یو دروند مسؤلیت د افغانانو په اوږو ایښودل شوی دی.”

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې د دغه کنفرانس ګډونوال د سیمې هېوادونو ته روښانه پیغام ورکړي او هغوی راوبولي څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري وکړي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې د افغانستان د اسټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا پیل شوی د شلو هېوادونو استازیو برخه اخیستې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا