اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

جمهوررئیس غني: د اوبو مهارولو کې د ډاکټر ناکامورا فکر به پیاوړی او دوامدار شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور سره په ارګ کې وکتل او د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب یې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې مراتب څرګندکړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور سره په ارګ کې وکتل او د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب یې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې مراتب څرګندکړل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه کتنه کې د هیواد لومړۍ مېرمن او د هیواد د ملي امنیت سلاکار حضور درلود، جمهوررئیس غني وویل، ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت و چې په تېرو ۲۲ کلونو کې یې په خپلو ګټورو فعالیتونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ځینو سیمو خلکو ژوند بدل کړی دی. هغه زیاته کړه، د ډاکټر ناکامورا وژنه یوه فاجعه ده او ټول افغان ولس پر دغې پېښې غمجن دی.
د هیواد جمهوررئیس د ډاکټر ناکامورا بشپړو شویو پروژو ته په اشارې وویل، ډاکټر ناکامورا خپل کار په افغانستان کې د لېرې پرتو سیمو خلکو له درملنې پیل کړ او د اوبو د مدیریت، کرنې او اوبولګولو سیستم د ایجاد په برخو کې یې بريالۍ پروژې بشپړې کړې.
جمهوررئیس محمداشرف غني د ډاکټر تتسو ناکامورا کاري طریقه بریالۍ وبلله او وې ویل، ده افغانستان او افغانان په ژوره توګه پېژندل او له بې وزلو سره د هغه ځانګړې لېوالتیا نوموړی پر انسان دوست شخصیت بدل کړ.
هغه زیاته کړه، ویاړم چې دوه ورځې مې له ډاکټر ناکامورا سره تېرې او د ده د پروژو په اړه مو خبرې وکړې، همداراز مې نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعیت او د افغانستان ترټولو عالي دولتي مډال ورکړ.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغان ولس ډاکټر تتسو ناکامورا د افغانستان یو ستر شخصیت بولي او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.
د هیواد جمهوررئیس یو ځل بیا د ډاکټر ناکامورا کورنۍ او د جاپان خلکو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، ډاکټر تتسو ناکامورا ته د درناوي په پار به سبا په ځانګړو مراسمو کې د نوموړي د جسد ملتیا وشي، دغه راز به هغه پروژې چې ډاکټر ناکامورا د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې اجرا کړي، د ده په نوم شي. هغه زیاته کړه، د افغان ولس وجیبه ده چې د ډاکټر ناکامورا فکر، کار او یاد تلپاتې وساتي.
د هیواد جمهوررئیس د ډاکټر ناکامورا د وژنې عاملین د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان وبلل او وې ویل، زموږ د امنیتي او دفاعي قواو دنده ده هغه افراد او عاملین وپیژني او ونیسي چې د ډاکټر ناکامورا په ترور کې یې لاس درلود. د هیواد جمهوررئیس په دې اړه امنیتي مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور د هیواد د جمهوررئیس او افغان ولس د خواخوږۍ او غمشریکۍ قدرداني وکړه او وې ویل، افغان ولس چې ډاکټر ناکامورا سره یې تر دې حده مینه لرله او خپله غمشریکي یې وکړه منندوی یوو. دوی د ډاکټر ناکامورا پنځو افغان شهید شويو همکارانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا هم د افغان دولت او خلکو د غمشریکۍ او همدردۍ مننه وکړه او وې ویل، هغه کار چې ډاکټر ناکامورا ترسره کړ، د بیارغاونې ترټولو غوره طریقه ده او په پروژو کې د نوموړي د بریا راز د سیمې د خلکو ونډه وه. میتسوجي سوزوکا زیاته کړه، د افغانستان په پراختیا کې به د جاپان هڅې دوام ومومي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا