اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

اروپايي ټولنه: نړۍ دې وپوهوي چې په افغانستان کې ګډې ګټې لرو

دید خبری آژانس: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، د هغو هېوادونو او سازمانونو استازي چې د افغانستان لپاره په غونډه کې د ګډون فرصت لري، باید پوه شي چې په دغه هېواد کې ټول ګډې ګټې لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن چې د دوحې د غونډې یو ګډونوال دی، ویلي چې په دې غونډه کې باید پر دې خبرې ونه شي چې په تېرو وختونو کې څه شوي او پړه یې څوک ده.

هغه زیاته کړه؛ زه هیله من یم چې د هر سازمان او هر هیواد استازي چې په دې غونډه کې د ګډون فرصت ولري په دې پوه شي چې دوی ټول په افغانستان کې ګډې ګټې لري.

نیکلاسن په دوام وویل، افغانان پخپله کولای شي د هرچا حق ته درناوی وکړي چې یو ښه افغانستان ولري او د سیمې او نړۍ له سولې او ثبات څخه برخمن شي او موږ باید مرسته وکړو. «څه وشول او څوک ملامت دي باید په غونډو کې بحث ونه شي».

په څه کم یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا