اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې د افغانستان پخوانیو چارواکو د مشروع حکومت د جوړېدو د ملاتړ غوښتنه کړې

ډید خبري اژانس: د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې د افغانستان پخوانیو جګپوړو چارواکو د طا-لبانو پر ضد د اقدام او د هدفي بندیزونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د لږ تر لږه ۲۸ وزیرانو، پوځي مشرانو، دیپلوماتانو، د ولسي جرګې غړو او د مدني ټولنې فعالانو یوې ډلې کانګرس ته په یوه لیک کې په افغانستان کی د مشروع حکومت د ملاتړ او بیا رغولو غوښتنه کړې ده.

د میډیا لاین په وینا، چارواکي ادعا کوي چې وروسته له هغه چې طا-لبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې د متحده ایالاتو د بیړنۍ وتلو وروسته واک ترلاسه کړ، د افغانستان خلکو د «مشروع واکمنانو» په توګه د طا-لبانو په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ.

د امریکا کانګریس ته د دې لیک ټول لاسلیک کوونکي پخپله جلاوطن شوي او په مختلفو اروپايي هیوادونو او امریکا کې کډوال شوي دي.

په لیک کې راغلي چې پخوانیو افغان چارواکو د متحده ایالاتو له کانګرس څخه غوښتي چې «په افغانستان کې د یو مشروع او باثباته حکومت د بیارغونې د تضمین لپاره خپل نفوذ وکاروي، داسې حکومت چې د خلکو ریښتینې استازیتوب کوي».

د لیک په دوام کې راغلي: موږ به په افغانستان کې د ازادۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. دا د متحده ایالاتو اخلاقي مسؤلیت دی چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې غواړي د یو مشروع حکومت بیرته راولي.

د افغانستان هغه مشهورو څېرو چې د امریکا کانګرس ته استول شوی لیک یې لاسلیک کړی، په کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل، د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي، د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره فوزیه کوفي، د ولسي جرګې غړې او د ملي شورا مرستیال او محمد شریف یفتلي د پوځ لوی درستیز، جنرال فهیم رامین پخوانی لوی درستیز او سمیع سادات د افغان ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قوماندانان شامل دي.

ميډيا لاين د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني رئيس مياخېل سره چې د دغه ليک مشري يې کړې، مرکه کړې ده.

مياخېل وويل: اوس مهال د بشري حقونو، ازادۍ او ټول شموليت لپاره مبارزه د افغانستان ډيموکراسي تعريفوي. د طا-لبانو له خوا د سختو اقداماتو او محدودیتونو لګول، په ځانګړې توګه زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه، په ښکاره توګه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د ډیموکراټیکې او ټول شموله ټولنې د ترلاسه کولو په وړاندې ډیری خنډونه رامینځته کوي.

هغه زیاته کړه: له افغانستان څخه د امریکې له وتلو وروسته د قطر او دبۍ په شمول په مختلفو ځایونو کښې د امریکې د استخباراتی چارواکو او د طا-لبانو د استازیو ترمینځ یو لړ مهمې غونډې وشوې. متحده ایالات د بشري مرستو په برخه کې له کابل سره غیر مستقیم ملاتړ کوي.

دغه پخواني وزیر ویلي دي: د بشردوستانه مرستو د غیر مستقیم ملاتړ په اړه اندیښنې پیدا شوي دي. زموږ معلومات ښیي چې له دغو سرچینو څخه ځینې په ناخبره توګه طا-لبانو او نورو سخت دریځو ډلو ته ګټه رسوي.

هغه زیاته کړه: د دې خطرونو د کمولو لپاره، موږ غواړو چې د غیرقانوني موخو لپاره د سرچینو د انحراف د مخنیوي لپاره د جدي څارنې او ارزونې پروسې رامینځته کړو. متحده ایالات باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله او مشروع حکومت ملاتړ وکړي، نه د یوې افراطي ډلې. … په افغانستان کې د یو باثباته او فعال حکومت پرته، د واک د خلا، د بې قانونۍ د زیاتوالي او د افراطي ډلو احتمالي خطر شتون لري چې له وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. دا عوامل کولی شي د تروریزم د خپریدو او همدارنګه د سیمه ایزې بې ثباتۍ لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کړي.

مياخېل زياته کړه: د تروريستي سازمانونو د خوندي پټنځايونو د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره بايد هڅې وشي، لکه څنګه چې په تېر کې ليدل شوي دي.

یو بل پخواني افغان چارواکي چې دغه لیک یې لاسلیک کړی، د نوم د نه ښودلو په شرط یې ویلي: دا کومه ځانګړې ډله نه ده چې مشخص هدف ولري. نږدې ټول یې د اشرف غني له دورې څخه دي او ټول په یوه خبره متفق وو: افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د ټولو مکتبونو استازیتوب وکړي. طا-لبانو په وار وار نړیوالو ته خبرداری ورکړی چې داسې حکومت به جوړوي، خو دوی دا کار په قصدي توګه نه دی کړی.

دغه چارواکي زیاته کړه: د خپل ځان په ګډون د دې سازمان څو غړو د مکتوب د متن له ځینو برخو سره اختلاف درلود، خو د ملي ګټو له مخې یې لاسلیک کړ.

په نیویارک کې میشت د ملي امنیت کارپوهه او د جنوبي اسیا د چارو کارپوهه ایرینا زوکرمن وایي: طا-لبان به د امریکا د متحده ایالاتو امنیتي ملګري وي او د القاعدې، داعش – خراسان او نورو تروریستي سازمانونو په وړاندې په مبارزه کې به له امریکا سره مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا