اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

تلپاتې سولې ته رسېدل د افغانستان د دولت مهم لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې په پرانیستنه کې وویل، چې ستاسو د خادم په توګه زما او د افغانستان د دولت لپاره؛ یوې تلپاتې سولې ته رسېدل مهم او حیاتي لومړیتوب دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې په پرانیستنه کې وویل، چې ستاسو د خادم په توګه زما او د افغانستان د دولت لپاره؛ یوې تلپاتې سولې ته رسېدل مهم او حیاتي لومړیتوب دی.
د سولې مشورتي لویه جرګه د هېواد په کچه له بېلابېلو قشرونو څخه د ۳۲۰۰ غړو او ۳۰۰ مېلمنو په ګډون سره؛ د دوشنبې په ورځ د روان کال د غوایي په ۹مه په کابل ښار کې د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه.
په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو استازو او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه یو شمېر پېژندل شویو افغان استازو هم په دې جرګه کې ګډون کړی دی.
جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو د مشورې اهمیت ته په ټینګار سره هغوی ته وویل: تاسو په دې جرګه کې د شپږو میاشتو لپاره نه؛ بلکې د یوې پيړۍ لپاره د افغانستان تګلوری ټاکۍ او دولت به ستاسې د مشورې او لیدلوري پر بنسټ د مذاکرې او تفاهم سیاست وټاکي.
جمهور رییس دې ته په اشارې سره چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ښځو ونډه کابو ۳۰ سلنه ده، له هغوی څخه وغوښتل چې په هره کمېټه کې فعاله برخه واخلي.
جمهور رییس وویل چې د داسې کلکې او محکمې سولې په لټه کې دی، چې د افغانستان خلک او نړۍ یې په محکموالي باور وکړي او په افغانستان کې د سترو پانګه اچونو لامل وګرځي او خلک د هغې په مرسته له احتیاجه خلاصون پیداکړي.
جمهور رییس د طالبانو په اړه وویل، چې طالب ته د هغه په اسلامیت او افغانیت سره چلنج ورکوم، چې که د پردیو لمسون نه وي؛ له ملت سره له مذاکرې ولې اندېښنه لري.
جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو د پرېکړو اهمیت ته په ټینګار سره هغوی ته وویل، تاسو پرېکړه کوۍ چې د ملت اراده څنګه تمثیل کړو. آیا اکثریت تصمیم ونیسي او که اقلیت؛ که غواړۍ چې اقلیت تصمیم ونیسي او زمونږ راتلونکی وټاکي او که فکر کوۍ چې د افغانستان ټول خلک؛ لکه څنګه چې زه فکر کوم چې د سیاست استادان دي، د افغانستان د اکثریت غږ اوچت کړۍ.
جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې غړو ته وویل: د خلکو توقع داده چې تاسو د یو او بل په منلو په ورورولۍ او خورولۍ سره د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړۍ.
ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې دوام وکړي. په دې جرګه کې بحثونه په درې عمده برخو وېشل شوي، چې لومړۍ برخه یې پرانیستنه او د جرګې د رییس او اداري پلاوي ټاکنه ده. دوهمه برخه یې د بحثونو او مشورو لپاره په ۵۱ کمېټو باندې د جرګې د غړو وېشل دي او وروستۍ برخه یې د جرګې پرېکړه لیک ته ځانګړې شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا