اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستټولنه

سیګار: د افغان ځوانانو بېکاري د اندېښنې وړ ده

ډید خبري اژانس: سیګار د نړیوال بانک د یوه راپور په حواله ویلي چې په افغانستان کې د ځوانانو د بېکارۍ کچه د اندېښنې وړ لوړه ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په دې وروستیو کې په ایکس کې لیکلي چې د خلکو د هوساینې د څارنې په برخه کې د نړیوال بانک د وروستۍ سروې له مخې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د بېکارۍ کچه د اندېښنې وړ ده.

د نړیوال بانک سروې خبرداری ورکوي چې د ځوانانو او ښځو ترمنځ د بیکارۍ کچه په خطرناکه توګه لوړه ده.

راپور تشریح کوي چې د ۱۴ او ۲۴ کلونو ترمنځ په هرو دریو ځوانانو کې یو یې وزګار دی چې د دندې په لټه کې دي.

راپور زیاتوي چې په ورته عمر ګروپ کې د ځوانو میرمنو په منځ کې بیکارۍ نږدې دوه چنده لوړه ده.

د دې راپور پر بنسټ، سره له دې چې په فزیکي خوځښت کې محدودیتونه او د کار بازار سره د آشنایی نشتوالی، ښځې هم «د زده کړې او ابتدايي سواد د نشتوالي له امله په زیان کې دي».

بايد يادونه وشي، چې د بېکارۍ له زياتوالي او د بې وزلۍ له امله ځوانان له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او کله ناکله ځان وژنې هم کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا