اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

قطر  روان  بحران  او د امریکا د ولسمشر دوه مخیتوب

د یو پلو نه د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  په سعودي‌ عربستان، بحرین، متحده عربي‌ اماراتو او مصر  په قطر  د لګولو  تحریمونو   د سپکولو  او ددې  ستونزې  د حلولو  غږ وکړ  خو د بله پلوه  بیا  د امریکا  ولسمشر  دونالد ټرامپ‌ قطر  د ترهګرو نه په ملاتړ  تورن کړ.

د قطر په  اړه د  ریکس ټیلرسن   د څرګندونو  نه یواځې  یو ساعت وروسته  ولسمشر دونالد ټرامپ‌  بل ډول  او بهرنیو چارو د وزیر برعکس  څرګندونې وکړې. د قطر  په اړه د امریکا دوه مخي‌ چلند  د ټولو  سره  ډول ډول  پوښتنې پيدا کړي‌ دي.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر  د سعودي عربستان په مشرۍ په څلورو هیوادونو  په قطر د لګولو  بندیزونو  د سپکولو غږ وکړ. هغه وویل چې  دې  بندیزونو  د امریکا سره  د سیمې په اړیکو هم  اغیزې  کړي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې  دې بندیزونو  د داعش  پر خلاف د ایتلافي‌ ځواکونو په مبارزې هم  ناوړه اغیزې کړي‌ دي.

ټیلرسن  ویلی‌ هیله لري‌ چې د خلیج  هیوادونه په سیمه کې  د روان کړکیچ  د حل  په خاطر  لازم ګامونه اوچت کړي.

همداشان ټیلرسن  په  قطر  د ترهګرو سازمانونو نه د ملاتړ په خاطر د لګیدولو تورونو په اړه وویل چې « قطر ددې  تورونو د  بې بڼسټه  ثابتولو   مسله  باید ټولو ته په اثبات ورسوي. »

د بله پلوه  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ‌ بیا  د قطر  په اړه   د ریکس ټیلرسن نه  یواځې  یو ساعت  وروسته  څرګندونې وکړې.

ټرامپ وویل  چې  « ددې  وخت رارسیدلی  دی  چې  قطر  نور باید د ترهګرو سازمانونو نه ملاتړ ته د پای ټکی  کیږي. »

د یادولو  وړ  ده چې  د امریکا  ولسمشر  ټرامپ‌ د خلیج د بعضو هیوادونو او قطر ترمنځه  د ستونزو  د پيدا کیدو نه  وروسته  لومړی  د سعودي‌ عربستان د پاچا او وروسته بیا  د قطر د امیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

ټرامپ‌ د قطر امیر ته  سپینې ماڼۍ  ته بلنه ورکړه  . همداشان ټرامپ‌ ددې  ستونزې د حل په خاطر د منځګړۍ  وړاندیز هم  کړی وو  خو  قطر  امیر بیا   د ټرامب  بلنه رد کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا