اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

د اسلامي جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور محمد اشرف غنی سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې د هېواد روان وضعیت، امنیتی څرنګوالي، د سولې پروسې او په دغه بهیر کې د ګدونو په ځانګړي توګه د جمعیت اسلامي ګوند او سیاسي شخصیتونو نقش په اړه بحث وشو.


د دید خبری آژانس په رپوت، د جمعیت اسلامي ګوند مشر د سولې بهير او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دغه ګوند ملاتړ په اړه خبرې وکړې؛ زیاته کړه چې د وسلوالو او د قدرت جزيرو د رامنځته کولو څخه مخنیوی وشي.


ښاغلي نور تینګار وکړ چې اسلامي جمعیت ګوند د ملي ګټو او سلامتيا پر بڼست د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د سولې بهير، نظام او لاسته‌راوړنو څخه ملاتړ کوي او که د سولې بهير بي پایله ختم شي نو د هېواد څخه د دفاع لپاره ولس بسیجوي.


د هېواد جمهور رییس د جمعیت اسلامي ګوند مشر څخه د مننې ترڅنګ او د نظر تاييدولو سره زیاته کړه چې د نظام څخه دفاع، ملي ارزښتونو، د ملي او سیاسي اجماع رامنځته‌کولو په برخه کې د جمعیت اسلامي ګوند د ظرفیتونو او لید څخه په واقعي توګه ګټه پورته کړي.


په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ملي مشورو وړاندي‌کولو لپاره ملي اجماع رامنځته‌ او ناستې يې پیل شئ.
همدارنګه د دغه لیدنې په پای کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر د هېواد جلالتمآب جمهور رئیس په صمیمانه بلنه د ولسمشريزې ماڼی د بيارغول شويو تاريخي سيمو څخه لیدنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا