روستي خبرونهسیاستنړۍ

ایراني او پاکستاني چارواکي د ترهګرۍ پر وړاندې د طا-لبانو پر اغېزمن اقدام ټینګار کوي

د ایران ولسمشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې په یوه غونډه کې پر طا-لبانو غږ وکړ چې د ترورېزم پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

ایراني او پاکستاني چارواکي د ترهګرۍ پر وړاندې د طا-لبانو پر اغېزمن اقدام ټینګار کوي

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی په تهران کښې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو له ایراني ولسمشر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې پاکستان او ایران د افغانستان له جګړې او بې ثباتۍ څخه مستقیماً اغېزمن دي او په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کې خپلې ګټې ویني.
دواړو لورو همدا راز ټینګار وکړ، چې نړۍ له اوسني افغان چارواکو تمه لري، چې د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي.
ایران او پاکستان د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په تېره بیا د دغه هېواد د ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي کمزورۍ په اړه هم خبرې وکړې.
له بلې خوا د دواړو هېوادونو چارواکو د کشمیر په مسلې او د برجام د بیا احیا په اړه هم خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ایران یو مهم ګاونډی وباله او ویې ویل چې له ایران سره د نږدې اړیکو جوړول د پاکستان د نوي حکومت لومړیتوب دی.
په ورته وخت کې ایران تل په افغانستان کې د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا