افغانستانروستي خبرونه

حکمتيار: قومي مشران دې د جګړې په پای ته رسېدو کې مرسته وکړي

انجينر ګلبدين حکمتيار د خوست له يو شمېر قومي مشرانو، جهادي قومندانانو او علماوو سره په کتنه کې د جګړې په پای ته رسېدو ټينګار وکړ او و یې ویل: قومي مشران، جهادي شخصیتونه، علمآ او ځوانان باید د خپلو سيمو امنيت پخپله وساتي او پر جګړې بنديز ولګوي.

ولسونه بايد له دولت او وسله والو مخالفينو وغواړي چې د دوی په سيموکې جګړه و نه کړي او وسلې هم و نه ګرځوي.که خلک د خپلو سيمو امنيت پخپله وساتي، نو بيا به څوک ددې جسارت و نه کړي چې جګړه وکړي او يا وسله وکاروي. له بهرنيانو بايد د جګړې د پای  رسيدلو هيله و نلرو، ځکه بهرنيانو د پرمختللو وسلو او تجهيزاتو په مټ دا جګړه و نه شو ګټلی.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا