اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن (یکشنبه د تلې ۷ مه) د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نن د نیویارک پر لور وخوځېد. نوموړی به د افغان دولت په استازولۍ په دې ناسته کې وینا وکړي.

ښاغلی محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم لیدنه وکړي. په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو تمرکز وشي او دا، چې زموږ هیواد له دې همکاریو سره پر یوه ښه لوري روان دی او باید دوام ومومي.
ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي.
نوموړی به ددې سفر په لړ کې همدارنګه یو شمېر ټولنو او مرکزونو کې ویناوې هم ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا