اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

کاظمي قمي: د سیمې ثبات او امنیت د افغانستان په امنیت پورې اړه لري

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ټینګار وکړ چې د سیمې ثبات او امنیت د افغانستان په ثبات او امنیت پورې اړه لري او د چابهار بندر پراختیا یې یو ستر اقتصادي فرصت وباله.

کاظمي قمي تېره ورځ (د ثور ۲مه) د ایراف له تحلیلي بنسټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سیمې ثبات او امنیت د افغانستان په ثبات او امنیت پورې اړه لري.

کاظمي قمي د چابهار بندر په اړه وویل: له ایران څخه خلاصو اوبو ته د لاسرسي لپاره د افغانستان لاره تر ټولو لنډه، خوندي او حتی اقتصادي ده.

هغه څرګنده کړه: د نن ورځې حالاتو ته په پام سره په تېره بيا د اوکراين له کړکېچ سره د سيمې د ترانزيټي دهلېز مسئله لا جدي شوې ده.

د افغانستان په چارو کښې د ایران خاص استازی وویل: هغه ترهګرې کړنې چې د چابهار په سیمه کښې یا کله کله په ځینو سرحدی سیمو کښې او یا هم په دغه ولایت کښې رامنځته کیږی د سیمې د پرمختګ د ځینو لپاره د خوښې وړ نه دی.

هغه څرګنده کړه: په بیانیه کښې د ترهګرو د اقداماتو یو هدف د دغه ازادې سیمې د پراختیا خنډول دی.

کاظمی قمی یادونه وکړه: دا ترهګریز عملیات نه لومړۍ تجربه ده او نه هم وروستۍ تجربه ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي، د ایران چابهار بندر له نړیوالو ازادو اوبو سره د افغانستان د نښلولو یوه بدیل لاره ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا