اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

د مولانا فضل الرحمن د غونډې پر مهال اسلام اباد ته د کابل پیغام: موږ امنیت او ثبات غواړو

دید خبری اژانس: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره په کتنه کښې د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر له هغه وغوښتل چې د کابل د حکومت روښانه پیغام اسلام اباد ته ورسوي.

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې کابل په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

مولانا فضل رحمان د پاکستاني علماوو د يوه پلاوي په مشرۍ پرون (يکشنبه د جدی په ١٧مه) کابل ته راغى.

دغه پاکستاني پلاوي د لومړي وزير له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير او د سرپرستې کابينې له ځينو غړو سره کتلي دي.

د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره عبدالکبیر هیله وښوده چې د پاکستاني علماوو سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټینګولو او د «غلط فهمیو په کمولو» کې اغېزمن تمام شي.

هغه زیاته کړه، طا-لبان له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

هغه وویل، دوی ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیڅوک له خطر او ګواښ سره مخ نه شي او «ښه به دا وي چې د ادعاوو او رسنیو د پروپاګند پر ځای پر حقایقو بحث وشي».

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې فضل الرحمن کابل ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دواړه «اسلامي هېوادونه» مشترکات لري او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه وویل: «موږ باید د یو بل د ګټو لپاره د همکارۍ پلیټ فارمونه جوړ کړو او یو له بل سره همکاري وکړو».

دغه پاکستاني عالم زیاته کړه چې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه غندي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا