اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د امیر عبداللهیان او متقي تر منځ په کتنه کې د سرحد او حقابه پر عملي همکارۍ ټینګار

دید خبری اژانس: په تهران کښې د حسین امیر عبداللهیان او امیر خان متقی ترمینځ په کتنه کښې په سرحدی مسائلو کښې په عملی همکارۍ او د هیرمند د حقابه په اړه ټینګار وشو.

امیر خان متقي د فلسطین په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې امیر عبداللهیان د تهران په کنفرانس کې د امیر خان متقي او د طا-لبانو له پلاوي څخه مننه وکړه.

دغه ایرانی چارواکی د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره د ټولو مسلمانو هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امیر عبداللهیان همداراز د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او دغه اړیکې یې له مختلفو ابعادو څخه مهمې وبللې او په مختلفو برخو کې یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې عبداللهیان «د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو، اوبو او… په ګډون د شته ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ».

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په دوام کښې راغلي دي چې متقي له امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا اهمیت ته اشاره وکړه او په ټولو ډګرونو کښې یې د دواړو لورو د اړیکو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ. د اوبو، پولو، سوداګرۍ او په قضايي او کونسلي چارو کې د همکارۍ په ګډون.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د دې غونډې په اړه په ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې ایران د تهران په غونډه کې د متقي د وینا «خوښۍ او د فلسطین د مسئلې په تړاو د طا-لبانو د مثبت دریځ» ستاینه وکړه.

هغه لیکلي، چې متقي له امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د اغیزمنو اقداماتو یادونه وکړه.

د ضياء احمد په وينا، متقي له امير عبداللهيان سره په ايران کې د افغان بنديانو او کډوالو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا