اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملي امنیت سلاکار کوبیا ته: حکومت د سولي خبرو او بین الافغاني مذاکراتو ته لازمه امادګي نیولې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره د هیواد د سولي پر پروسې خبري وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره د هیواد د سولي پر پروسې خبري وکړې.
د ملی امنیت سلاکار دفتر د راپور په مخه، د ملي امنیت سلاکار په دې لیدنه کي وویل، چي حکومت د سولي خبرو او بین الافغاني مذاکراتو ته لازمه امادګي نیولې او په دې پروسه کي به له قوي ټیم او قوي موقف سره ګډون کوي.
نوموړي زیاته کړه، چي اړتیا ده څو د سولي لپاره د راغلي فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخستل سي او ددې قضیې نور جوانب هم خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ادا کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي وویل، اړتیا ده، چي په افغانستان کي د سولي لپاره اتحاد او د نظر همږغي زیاته سي او پر راتلونکي باندي نور فکر او تمرکز وسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا