اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

پاکستان: تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هېواده ایستل شوي دي

ډید خبري اژانس: پاکستان اعلان کړی چې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د جبري اخراج له پیل راهیسې، ۵۴۲۲۱۰ کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون (سه شنبه د غبرګولي ۱۲مه) د پاکستان مشرانو جرګې ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه احصایې وړاندې کړې.

دغه وزارت ویلي: «شاوخوا ۱،۷ میلیونه بهرني کډوال په غیر قانوني توګه په هېواد کې ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي. دوی پرته له کوم قانوني اسنادو ژوند کوي چې باید په هیواد کې پاتې شي».

وزارت زیاته کړې چې ۲۷۱ زره ۹۸۵ غیر قانوني افغان کډوال د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته او ۱۵۹ زره ۱۶۱ کسان د بلوچستان له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، نور ۱۱۰۶۴۰ کډوال په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

د دغه وزارت په وینا، د پاتې کسانو د پېژندلو او ویستلو هڅې روانې دي.

له پاکستان څخه پرته له اسنادو د افغان کډوالو جبري ستنېدل او شړل د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې دوام لري.

د پاکستان حکومت د دې کار لامل په تروریستي بریدونو کې د ځینو افغانانو لاس لرل په ګوته کړي، خو منتقدین وايي، چې دا ټول مسایل د فبرورۍ په میاشت کې تر انتخاباتو پورې تړاو لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا