اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیمه

د پاکستان د اورګاډي په شبکه کې د ټکر له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي

دید خبري اژانس: کراچۍ ته نژدې د اورګاډي ۱۰ ډنډونه ټکر شوي او لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې وژل شوي دي.

دغه ریل ګاډی چې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) له کراچۍ څخه ۲۷۵ کیلومتره لیرې د هولیان پر لاره د سرهاري ریلوې سټیشن ته نژدې له پټلۍ څخه وغورځید، نږدې ۲۰ تنه سپرلۍ یې ووژل او تر ۸۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

وېره ده چې دغه پېښه به ځاني او مالي زیانونه واړوي.

د بېنظير اباد د پوليسو مرستيال مشر يونس چانډيو وويل، د ټپيانو او مړو په ايستلو سره څو واګونونه پاک شوي دي.

هغه وويل: پاتې واګونونه د پاکولو لپاره درنو ماشينونو ته اړتيا لري.

پاکستاني پوليس سمدلاسه دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ دسيمه ييزو اوسيدونکو په مرسته يې ژوبل شوي مسافر دنوابشاه عامه هسپتال ته رسولي دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه اورګاډي له خپل ظرفیت څخه ډېر کسان لېږدولي دي.

د اورګاډي د چپه کېدو لامل لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان د حکومت د اورګاډي او هوايي چلند وزیر خواجه سعد رفیق د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ښايي چا په قصدي ډول دغه حادثه رامنځ ته کړې وي او ښايي میکانیکي تېروتنه هم رامنځته شوې وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا