اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ترکیې ولسمشر له حماس سره د اړیکو پرې کولو د امریکا غوښتنه رد کړه

ډید خبري اژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د امریکا له زیاتېدونکي فشار سره سره به یې هېواد له حماس سره اړیکې پرې نکړي.

د آناتولي د راپور په اساس، د تركيې ولسمشر څرګنده كړه چې واشنګټن ډېر ښه پوهيږي چې تركيه حماس تروريستي سازمان نه اعلانوي او ويې ويل: «زه هيڅكله حماس ترهګره ډله نه شم ګڼلاى. دا مهمه نه ده چې نور څه وايي».

هغه په ​​فلسطین کښې حماس ته د حقیقت په توګه خطاب کولو سره زیاته کړه: حماس هلته یو سیاسی ګوند دی او په انتخاباتو کښې د یوه سیاسی ګوند په توګه داخل شو او بریالی شو. موږ په انقره کې خپله بهرنۍ تګلاره یوازې د ترکیې د ګټو او د خپلو خلکو د هیلو پر بنسټ ټاکو.

رجب طیب اردوغان هم د حماس او اسرائیل رژیم د جګړې پر مهال د ترکیې بهرنۍ تګلاره «متوازن او همغږي» وبلله.

تر دې مخکې تېره اوونۍ ترکیې ته د سفر پر مهال د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ د تمویل یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد چارواکو ته له حماس سره د انقرې د تېرو اړیکو په اړه د واشنګټن ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر براین نیکلسن ویلي، واشنګټن اته اوونۍ وړاندې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د ترکیې له لارې حماس ته د استول شویو پیسو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

رجب طیب اردوغان د اسرائیلي رژیم او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په اسلامي نړۍ کې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د پوځي تاکتیکونو له سختو منتقدینو څخه دی. د اعتراض په توګه، هغه په ​​تل ابیب کې د انقرې سفیر احضار کړ او غوښتنه یې وکړه چې د اسراییلي رژیم قوماندانان او سیاسي مشران دې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې کې د «جنګي جرمونو» په تور محاکمه شي.

په ترکیه کې د اردوغان د دوه لسیزو واکمنۍ پرمهال، د حماس سیاسي مشرانو استانبول د خپلو بهرنیو اډو په توګه کارولی دی.

رجب طیب اردوغان اوس نتانیاهو ته د «غزې د قصاب» په توګه اشاره کړې او په هاګ کې یې د اسرائیلي رژیم د مشر د محاکمې د احتمال په اړه خبرې کړې دي.

هغه د شنبې په ورځ وویل: «زموږ تمه دا ده چې د نسل وژنې دا عاملین او د غزې قصابان چې لاسونه یې په وینو رنګ شوي، په ځانګړې توګه نتانیاهو ته به عادلانه سزا ورکړل شي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا