اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د ملګرو ملتونو لخوا په غزه کې د سمدستي اوربند پریکړه لیک تصویب شو

ډید خبري آژانس: د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځ ته کولو پریکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په غزه کې د «سمدستي او دایمي بشري اوربند» او د دښمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

دغه پریکړه لیک په ۱۲۰ موافقو، ۱۴ مخالفو او ۴۵ غیر حاضرو رایو سره تصویب شو.

د فلسطیني ولس او اسرائیلو تر منځ د اشغال شویو سیمو پر سر شخړه له څو کلونو راهیسې روانه ده، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

دفلسطین دخلکو پرضد د اسرائیلي رژیم جګړو او بریدونو هم له هغوی څخه ډیر قربانیان اخیستي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۷۳۲۶ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۱۸ زره نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا