اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: سږ کال مو په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړې

ډید خبري اژانس: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې سږ کال یې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو وګړو سره د ژوند ژغورنې مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د اسد دویمه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی یوازې د اړتیاوو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د دوی همکارې موسسې د اړو او زیان منونکو کورنیو د پیژندلو لپاره کور په کور ځي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې اعلان کړی و چې د مالي مرستو د کمښت له امله اوس کولای شي له ۱۵ میلیونو زیانمنو شویو کسانو څخه یوازې ۵ میلیونه سره مرسته وکړي.

دغه بنسټ وايي، که د اړتیا وړ بودجه برابره نه شي، د اکتوبر تر پایه به له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو کچه صفر ته ورسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا