اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

اسلام اباد: طا-لبانو په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو یو شمېر عاملین نیولي دي

دید خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د طا-لبانو له خوا په پاکستان کې د تروریستي بریدونو د ځینو عاملینو د نیولو اعلان وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست جليل عباس جيلاني پرون وويل چې افغان حکومت په پاکستان کې د تروريستي بريدونو يو شمېر عاملين نيولي او د اسلام اباد چارواکو ته يې خبر ورکړى دى.

جيلاني دا خبره له خبريالانو سره په خبرو کې د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

د دې میاشتې په پیل کې، د پاکستان پوځي مشرتابه او د دې هیواد پخواني لومړي وزیر په افغانستان کې د اورپکو لپاره د «خوندي پټنځایونو او سرچینو» او «د عمل ازادۍ» په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې.

د اسلامي امارت مشرتابه په دې وروستیو کې د طا-لبانو غړو ته په بهر کې د بریدونو د نه کولو خبرداری ورکړی و.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان تحریک طا-لبان او نورې ډلې چې له طا-لبانو او القاعدې سره تړلې دي داعش وسله والې ډلې ته د ناټو وسلې ورکوي او لا هم د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا