اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

له طا-لبانو سره د دوامدارو خبرو اترو په اړه د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سلا مشورې

د دید خبری آژانس د خبر له مخې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني تماس کې له طا-لبانو سره د دوامداره اړیکو او په افغانستان کې د بشري ناورین پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

له طا-لبانو سره د دوامدارو خبرو اترو په اړه د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سلا مشورې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاش ۱۵مه) د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن ترمنځ د ټیلیفوني خبرو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه.
په دې خبری اتری کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې له بشري ناورين سره د مقابلې لپاره له طا-لبانو سره د دوامدارو خبرو اترو پر اړتيا هم خبرې وکړې.
دوی دغه راز د خپلو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د انرژۍ، روغتیا، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د متقابلو همکاریو په اړه د نظر تبادله وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له طا-لبانو سره پر خبرو ټینګار کوي.
د يادونې وړ ده چې د طا-لبانو له واک ته د رسېدو شاوخوا لس مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هېڅ هېواد هغوى په رسميت نه دي پېژندلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا