اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان په اړه د ایران او استرالیا د ځانګړو استازو مشوره

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د افغانستان په اړه له خپل اسټرالیايي سیال سره د لیدنې او بحث خبر ورکړ.

د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې د افغانستان په چارو کې د استرالیا د حکومت له ځانګړي استازي ګلین میلز سره یې رغنده او مثبتې خبرې کړې دي.

قمي: د باثباته وضع په رامنځته کولو کې مرسته، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د اسلامي هېوادونو د نوښت په ملاتړ ټینګار وشو.

هغه زیاته کړه، له افغانستان سره د بشري مرستو، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د ګډې همکارۍ وړاندیز هم شوی دی.

د ایران ځانګړي استازي زیاته کړه: د هیواد د ننګونو په حلولو کښې د سیمه ایزو نوښتونو په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو سره د نړیوالې ټولنې په ملاتړ هم ټینګار وشو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا