اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

یوناما: په یوه کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په تېر یوه کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت کړې دي.


نن چهارشنبه (عقرب۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مجازاتو د معافیت د ورځې د پای ته رسېدو په مناسبت یوناما وویل چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.
یوناما د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بې ساری بللی او ویلي یې دي چې په دې قضیو کې خپلسري نیول، ناوړه چلند، ګواښونه او وېرول شامل دي.
یوناما لیکلي: راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه کې مرسته وکړو او معافیت پای ته ورسوو.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د طا-لبانو تر واکمنۍ مخکې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا د هدفي وژنو یو هدف و.
په دې یوه کال کې د افغانستان نږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا