اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان په پوځ کې بدلون؛ فیض حمید د بهاولپور د قول اردو قوماندان وټاکل شو

دید خبري آژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې جنرال فیض حمید یې د بهاولپور قول اردو د قوماندان په توګه ټاکلی دی.

د پاکستان په پوځ کې بدلون؛ فیض حمید د بهاولپور د قول اردو قوماندان وټاکل شو

د جیوتی وی د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرتیا کې ویلی چې جنرال فیض حمید د بهاولپور پوځی قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
فیض حمید تر دې مخکې د پاکستان د آی ایس آی د مشر په توګه دنده ترسره کوله او څو ځلې یې د پاکستان له تحریک طا-لبان سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی و.
په ورته وخت کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې جنرال سردار حسن اظهر حیات د پېښور د قول اردو د قوماندان په توګه او جنرال خالد ضیا د پاکستان د پوځ د نوي سکرتر په توګه ټاکل شوی دی.
تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو پخوانی مشر جنرال اصف غفور د کوئټې د قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو.
د پاکستان په پوځ کې دا بدلونونه او تبادلې له هغه وروسته کېږي چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې د پاکستان د پوځ څو لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
باید وویل شي، چې د راپورونو پر بنسټ، د عمر خالد خراساني په ګډون د پاکستاني طا-لبانو درې قوماندانان هم په افغانستان کې وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا