اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

له پاکستان فضایی حریم څخه پر افغانستان د امریکا د برید تایید

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تایید کړې، چې امریکا د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ پر افغانستان د برید لپاره د پاکستان له هوايي حریم کار اخلي.

آصف دراني له طا-لبانو وغوښتل چې د پاکستان له حکومته دې شکایت نه کوي.

دا لومړی ځل دی، چې یو پاکستانی چارواکی تاییدوی، چې امریکا پر افغانستان د برید لپاره خپل هوایی حریم کاروي.

وروسته له هغه چې طا-لبان واک ته ورسېدل، امریکا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه او په کابل او غزني کې یې د دې شبکې څو نور اهداف په نښه کړل.

امریکا د افغانستان هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله څاري.

ملا یعقوب مجاهد هم څو ځله ویلي چې تر اوسه پورې د افغانستان فضا «اشغال» ده.

په داسې حال کې چې طا-لبان د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې د مخنیوي توان ته په اشارې پرته د امریکايي ځواکونو د ماتې ادعا کوي، خو له پاکستانه یې غوښتي چې د افغانستان هوايي حریم ته د دې هېواد له هوايي حریم د تېرېدو مخه ونیسي.

خو د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په یوه مرکه کې ویلي، چې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک لا هم عملي کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي: ټوله نړۍ د ۱۳۶۷ او ۱۳۷۳ پریکړو ته ژمنه ده. موږ باید ملامت نه شو. پرته لدې چې دا پریکړه بدله شي.

دغه جګپوړي پاکستاني ديپلومات وويل چې په همدې پرېکړه ليک امريکا ته اجازه ورکړې چې د کابل په شيرپور ګاونډ کې د القاعده شبکې پر پخواني مشر ايمن الظواهري او د پاکستان په ايبټ اباد کې د دې شبکې پر بنسټګر اسامه بن لادن بريد وکړي.

ښاغلي دراني ټینګار وکړ چې طا-لبان «د پاکستان اجنټان نه دي او نه هم کېدای شي».

هغه وویل: هر افغان آزاد دی. د افغانستان په تاریخ کې داسې نه ده شوې. کله چې کرزی ولسمشر و، د آزادۍ خبرې یې هم کولې، په داسې حال کې چې د امریکا له لاسه وتلی و. همدا ډول نور کسان راغلل. کله چې د دوی ګټې زیانمنې شوې، هغه خبرې وکړې.

د پخواني افغان حکومت چارواکو د پاکستان پر حکومت د افغان سولې په برخه کې د صادقانه رول د نه لوبولو او د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طا-لبانو د ملاتړ په خاطر انتقادونه کړي دي.

خو آصف دراني وویل: د افغانستان د ستونزې حل د پاکستان په لاس کې نه و، خو زه له هغوی پوښتنه کوم چې تاسو د پاکستان د ګټو لپاره څه وکړل؟ دوی هند ته لاره ورکړه او زموږ په وړاندې بله جبهه راښکاره شوه او هند د طا-لبانو او بلوڅو جنګیالیو د هڅولو لپاره پیسې ورکولې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا