روستي خبرونهشننه

د نریندرا مودي په راتګ سره په هند کې اسلام ضد کړنې ډېرې شوې دي


ځلاند- هند کې د نرېندرا مودي په مشرۍ د بهارتيه جنتا ګوند د حکومت په راتلو سره په کور دننه او بهر پاليسيو کې ستر توپير ليدل کېږي.
له ۲۰۱۴ ز کال راهيسې د هند په بېلابېلو سيمو کې د مسلمانانو ضد کړنې ترسترګو کېږي. د هند په زياتره ايالتونو کې حکومت د غواګانو حلال غېر قانوني ګرځولي. وروستيو کې يو شمېر داسې پېښې شوي چې پارېدلو هندوانو په کې مسلمانان د غوا حلالولو په تور وهلي، ډبولي او ان کورونو ته يې اورونه اچولي دي.
له کله چې د مودي په مشرۍ حکومت په نوي ډيلي کې واک ته رسېدلی، د مسلمانانو ځورولو زور اخيستی دی. د مسلمانانو او نورو مذهبونو په تړاو د نه زغم کچه دومره لوړه شوه چې هند کې له عادي خلکو نيولي تر د بالي ووډ سينما د کارکوونکو پورې يې د خلکو غبرګونونه راوپارول او له حکومت نه يې له هندوانو پرته د نورو دينونو د پېروانو پر وړاندې د زغم غوښتنه وکړه.
د مودي ګوند د هغه ډلې ملاتړ هم له ځان سره لري چې مهاتما ګاندي يې وژلی و.
د مودي او ګوند په اړه يې فکر کېږي چې د هندي مذهب سخت پېروان او هندي نشنلېزم باندې بشپړ باور لري چې هند يوازې د هندوانو هېواد بولي او د نورو دينونو پېروانو ته په ښه سترګه نه ګوري. د مودي په راتګ سره هندوانو کې د هندوييزم او هند ته يوازې د هندوانو د هېواد په سترګه کتلو حس کې زياتوالی راغلی دی.
د نيويارک ټايمز د يوه راپور پر بنسټ، چې د مودي د حکومت په لومړيو کې خپور شوی په کې راغلي، مودي د هغو مسلمانانو د اوسېدو ځايونو ته ډېر کم ورځي چې د تاوتريخوالي له امله بې ځايه شوي. مودي د حکومت له اړخه هغوی ته د لږه کيو په ژغورنه کې د پاتې راتلو له امله بښنه هم نه غواړي.
موده وړاندې د جاسم محمد په نوم يو مسلمان چې د مسلمانانو د يوه څېړنيز مرکز غړی او د مودي ملاتړی دی، په يوه ليک کې يې له مودي نه غوښتنه وکړه چې د هندي مسلمانانو د ځورولو او وژلو مخه ونيسي. هندي رسنۍ دې واير چې د محمد دغه ليک يې ترلاسه کړی، محمد په کې د څو پېښو يادونه کړې چې په کې مسلمانان د مسلمانۍ له امله وژل شوي. هغه د قران د يوه حافظ چې جنيد نومېږي، يادونه کوي چې د مسلمانۍ په تور ووژل شو. محمد زياته کړې چې د هند په شمال کې د مسلمانانو ځورول د نور هند په پرتله زيات دي.
اوس واکمن ګوند د مسلمانانو د ځورولو سربېره د دوی له ودانيو سره هم دښمني پېل کړې ده.
د تاج محل په نوم تاريخي ودانۍ چې مغل پاچا شاه جهان په شپاړسمه پېړۍ کې جوړه کړې، د هند حکومت يې اوس تاريخي حيثيت له نظره غورځوي.
دغه ودانۍ د هند له ټولو لوی ايالت اتر پردېش اګرې ښار کې ده. تر اوسه دغې تاريخي ودانۍ ته د ټولو هنديانو د شريک ميراث په سترګه کتل کېدل؛ خو د دغه ايالت اعلی وزير يوګي ادېتيه نات اوس دغه نظر پرېښی دی او د مسلمان واکمن له لوري دغې جوړې ودانۍ ته د پرديو له لوري د جوړې شوې ودانۍ په سترګه ګوري.
څو ورځې وړاندې د هند نوې بوديجه کې د تاريخي او کلتوري ځايونو له پاره بوديجه جلا شوه. اتر پردېش ايالت کې هم د جوړو شويو تاريخي ودانيو له پاره بوديجه ومنل شوه؛ خو يوازې د هندوانو تاريخي ودانۍ په نظر کې ونيول شوې او تاج محل پرېښودل شو.
د بي بي سي د نوي ډيلي د رېپوټر شکيل اختر د ليکنې پر بنسټ، چې اديتيه له دې وړاندې هم له تاج محل نه د نفرت څرګندونه کړې وه. د اعلی وزير له نظره دغه ودانۍ غېر هندي ده؛ ځکه د هغه له نظره دغه ودانۍ پر هند باندې بريد کوونکو او غلو ودانه کړې ده.
اديتيه د مسلمانانو پر وړاندې په کرکه پاروونکو ويناوو باندې مشهور دی. هند ته چې د بل هېواد کوم مشر ورشي؛ نو د تاج محل يوه کوچنۍ جوړه شوې بېلګه ورته د ډالۍ په شکل ورکول کېږي. اديتيه ويلي چې اوس دغه کار نه کېږي او تاج محل په ډالۍ کې نه ورکول کېږي؛ ځکه د اديتيه له نظره دغه ودانۍ هندۍ ودانۍ نه ده.
اديتيه، ګوند او حکومت يې فکر کوي چې هند کې له سلګونو کلونو راهيسې مېشت مسلمانان د دې خاورې اوسېدونکي نه دي، دوی ته د پرديو او بېګانه و په سترګه کتل کېږي؛ خو دوی به ښايي دا هېره کړې وي چې دوی چې ځانونه اريايان بولي، هم د دې خاورې اصلي اوسېدونکي نه دي؛ ځکه اريايان هم له منځنۍ اسيا څخه دغه هند راغلي او دلته يې د هند اصلي (بومي) اوسېدونکي وځپل، ويې وژل او خپله واکمني يې ټينګه کړه.
اديتيه چې د مودي د ګوند غړی او هندو مذهبي ملا دی، د (هندوتوا) په نوم د یوه تحريک غړی هم دی. د دغه ګوند په باور له مسلمانانو او عيسايانو پرته د ټولو مذهبونو پېروان اصلي هنديان دي او مسلمانان او عيسايان د دوی د عقيدو په څېر پردي دي او هنديان نه دي.
ويل کېږي، څوک چې هند ته لاړ شي او تاج محل و نه ګوري؛ نو فکر کېږي چې دغه سړی هند ته نه دی تللی. هر کال زرګونه تنه بهرنيان د دغې ودانۍ ليدو ته ورځي. دغې ودانۍ د هند د تاريخ يوه شهکاره ودانۍ ګڼل کېږي. که چېرې هندی حکومت د تاج محل ارزښت کم کړي او لازمه پاملرنه ورته و نه کړي؛ نو دې سره به د هند تاريخي حيثيت ته زيان ورسېږي.
د مودي حکومت نه يوازې دا چې د تاج محل د ارزښت کمولو هڅې کوي؛ بلکې د خپلې هندو-نشنلېستې پاليسۍ پر بنسټ يې نوي ډيلي کې د يوه بل مسلمان پاچا اورنګزېب په نوم نومول شوي سړک نوم بدل کړ، په کتابونو کې يې د اکبر پاچا له نوم نه د (ستر) نوم لرې کړ.
دغه راز اديتيه اتر پردېش ايالت کې د مغل ښار په نوم د يوه ښار د نوم د بدلولو په هڅه کې دی؛ ځکه چې نوم کې يې د مسلمانانو مغلو نوم ياد شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا