اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د ایران له بندرونو د افغانستان سوداګري ۷۰ سلنه زیاته شوې

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پاکستان له لوري پر افغاني توکو د بندیزونو له لګولو وروسته د ایران د بندر عباس او چابهار بندرونو له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي اعلان وکړ او اعلان یې وکړ، چې د ایران له لارې د دغه هېواد سوداګري له ۶۰ تر ۷۰ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې اوس مهال د چابهار له لارې د توکو لېږد د دوی لپاره ګران دی او اړتیا ده، چې د لګښتونو کمولو ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي رسنیو ته وویل: هغه سوداګري چې موږ له ترکیې څخه لرله له ایران څخه راځي او دغه سوداګري یو جلا حساب لري چې په دې فیصدي پورې اړه نه لري. زموږ د سوداګرۍ نږدې ۵۰ سلنه د سمندر له لارې اضافه کېږي، چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه یې له چابهار او بندر عباس څخه راځي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي، که پاکستان پر ټرانزیټي توکو لګول شوي بندیزونه لرې نه کړي، دوی به له بدیلو لارو خپل کاروبار وکړي.

امید حیدري بازرګان وویل: «دا کار کولی شي زموږ صادرات څو برابره زیات کړي او په ورته وخت کې دا زموږ د صادراتو او وارداتو لپاره بدیل او اسانه لار ده».

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وايي چې ایران ته تللی پلاوی له ایراني چارواکو سره د چابهار بندر د ستونزو د حل په اړه خبرې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو ترانزیت رئیس محمدالله بختیار وايي: «موږ هڅه کوو، چې له ایران سره د سوداګرۍ په لاره کې هر ډول خنډونه له منځه یوسو او له دې لارې د افغانستان ټرانزیټ او سوداګري زیاته کړو».

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو څه باندې څلور زره کانټینرونه ودرول چې له امله یې سوداګرو ته شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا