اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د ښځو د سنګسارولو د سزا پرېکړه د فرانسې له خوا وغندل شوه

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د سنګسارولو او د جسمی سزا د بیا پیلولو د سرپرستو واکمنانو پریکړه وغندله.

تېره ورځ (جمعه، ۱۷حمل) د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د افغان مېرمنو د سنګسارولو او د جسمي مجازاتو د بیا پیلولو په اړه د طا-لبانو د مشر وروستۍ څرګندونې وغندلې.

دغه وزارت په یوه بیان کې له طا-لبانو غوښتي چې د افغان ښځو د ځپلو او ایستلو پالیسي دې لغوه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طا-لبانو له خوا د ښځو د ډبرو د وژلو «ناوړه» پریکړه د ښځو له اساسي حقونو او ازادۍ څخه د نورو سرغړونو په دوام کې شوې ده.

فرانسې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دغه هېواد سره په ګډه د افغان ښځو حقونو ته درناوي له طا-لبانو سره د هر ډول خبرو لپاره یو شرط ګڼي.

د طا-لبانو مشر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د شرعي حدودو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، «سبا به موږ ښځې په عام محضر کې سنګسار کړو او په دورو به یې ووهو.» دا ټول ستاسو د دیموکراسۍ خلاف دي.

د طا-لبانو مشر زیاته کړه، چې د طا-لبانو کار د کابل په نیولو سره پای ته نه دی رسېدلی، بلکې اوس پیل شوی دی.

دغه څرګندونې د هېوادوالو او د بشري حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا