اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

ټاکل شوې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ د پاکستاني علماوو یو پلاوی روانه اونۍ کابل ته راشي

ډید خبري اژانس: ټاکل شوې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی روانه اونۍ کابل ته راشي.

دا خبره د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په کابل کې د یوې سرچینې په حواله کړې ده.

دغه سرچينه وايي، له پاکستاني پلاوي سره د بېلابېلو ناستو لپاره چمتووالى نهايي شوى، چې تمرکز يې د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تاوتريخوالي پر حلولو دى.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، په دې ستراتیژۍ کې د اسلام آباد د غوښتنو پوره کولو لپاره د مذهبي نفوذ کارول شامل دي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، تمه ده چې پاکستاني عالمان به د تحریک طا-لبان پاکستان له استازو سره خصوصي خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړه چې موخه یې د ډیالوګ لپاره یو چوکاټ رامینځته کول او په پراخه کچه د نظرونو راټولول دي.

مولانا فضل رحمان د روانې میاشتې په پیل کې هغه مهال کابل ته د سفر بلنه ورکړه چې د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې له خونړي برید وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې.

ذبیح الله مجاهد وايي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ته د بلنې په ورکولو سره غواړي «پروپاګند ودروي او د پاکستان له خلکو سره حقایق شریک کړي».

د مجاهد په وینا، مولانا فضل الرحمان «کولی شي د پاکستان خلک په دې پوه کړي، چې د افغانستان د خلکو پر ضد د دغه هېواد د خلکو ذهنیت خراب نه کړي او ځینې پروپاګندونه او تبلیغات چې ترسره کېږي، په دې هېواد کې د خلکو ذهنیت خراب نه کړي».

پاکستان وايي چې په افغانستان کې طا-لبانو پاکستاني طا-لبانو ته پناه ورکړې او دغه ډله خپل بریدونه له افغانستانه تنظیموي.

د پاکستان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې افغان طا-لبان باید د پاکستاني طا-لبانو پر ضد اقدام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا