افغانستانروستي خبرونه

کندوز کې امریکاییانو د نجونو ښوونځی بمبار کړ

د کندز مرکز اړوند د خواجه مشهد په سيمه کې امريکايي ځواکونو نن سهار مهال د نجونو يو ښوونځی بمبار کړی، چې د بمبار سيمې ته نږدې يو شمير هټۍ هم زيانمنې شوي دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست د ښار د معارف مدير جنت ګل ناصري رسنيو ته ويلي، چې امريکايي الوتکو د خواجه مشهد سيمې په ښوونځي بم غورځولی، چې له امله يې د ښوونځي زياته برخه ويجاړه شوې، یو کور او د بمبارۍ سيمې ته نږدې له لسو زيات دکانونو ته هم زيان اوښتی دی.

تر اوسه په پېښه کې د وژل شويو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د ناصري په وينا په بمبارۍ کې د نږدې کور ۳ تنه کوچني ماشومان ټپيان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سخت بمبار له امله د نږدې کليو د کورونو ښیښې ماتې شوي او خلک يې سخت ويرولي دي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو او د کندز امنيتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم امريکايي الوتکو په هېواد کې ملکي ځايونه، روغتونونه او ولسي وګړي بمبار کړي، چې په اړه يې د ګډ حکومت چارواکي پټه خوله پاتې شوي دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا