اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو کار دوام لري

دید خبری آژانس د خبر له مخی، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند وایی چی د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی د ټاکلو کار په جدی توګه دوام لری.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون (دوشنبه د کب ۷ مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو کار دوام لري.

نوموړي که څه هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع په جدي توګه تعقیبېږي.

په همدې حال کې د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په اړه د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا