اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ملګرو ملتونو ته د پاکستان غوښتنه: د افغانستان او کشمیر وضعیت ته پام وکړي

ډید خبري اژانس: پاکستان د ملګرو ملتونو د سولې له کمیسیون (PBC) څخه غوښتي چې افغانستان او جمو او کشمیر تر پوښښ لاندې راولي او د دوی وضعیت دې وارزوي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان سفیر منیر اکرم چې د سولې د کمیسیون او د سولې د صندوق د ۳۱ غړو د کلني راپور په اړه یې خبرې کولې، وویل: سوله جوړول یو مخ پر ودې صنعت دی.

د پاکستان استازي د سولې د کمېسيون د زياتېدونکو غوښتنو په منلو سره وويل، چې د دغه کمېسيون مالي سرچينې د اړتيا نيمايي پوره کوي.

خو د پاکستان سفیر ویلي دي: په هر صورت موږ باید دا ومنو چې د دغه کمیسیون پوښښ نړیوال نه دی.

اکرم ویلي دي چې د افغانستان او جمو او کشمیر په څیر مهم مسایل په هغو کې نه دي چې د سولې کمیسیون ورسره معامله کړې ده.

هغه وویل، کمیسیون باید د خپل مشورتي رول د روښانه کولو ترڅنګ، ملي لومړیتوبونو ته ځواب ووایي او ملي مالکیت او سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړي.

د دې ترڅنګ د پاکستان استازي د اضافي او نوښتګرو سرچینو له لارې د مالي سرچینو د پراخولو ملاتړ کړی دی.

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو د سولې د کمیسیون فعالیت باید د غونډو او تعاملاتو د شمیر پر ځای د حقیقي پایلو پر بنسټ و ارزول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا