اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

حنفي: هیڅ افغان هم زموږ په تور لیست کې نشته

دید خبری آژانس: د وزیرانو شورا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ادعا کړې چې د طا-لبانو په تور لیست کې هیڅ افغان نه دی شامل. نوموړي دغه راز د ثور د اوومې کودتا د هېواد د بدبختۍ لامل وباله.

مولوي حنفي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د دلو ۲۶ مه) په کابل کې د «له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۵مې کلیزې» په مراسمو کې وکړې.

نوموړي په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

حنفي هم په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا په هېواد کې د بدمرغۍ پیلامه وبلله.

هغه ویلي دي: «د ثور له اوومې کودتا وروسته افغانستان د شوروي اتحاد له خوا اشغال شو، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون افغانان ووژل شول او میلیونونه بې ځایه شول».

له بلې خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب په دې غونډه کې وویل: لکه څنګه چې افغانان د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نور هم د مداخلې حق نه لري.

طا-لبان په داسې حال کې پر افغانانو غږ کوي چې هېواد ته ستانه شي، په داسې حال کې چې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو او چارواکو د ځورونې، نیولو او وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

له بلې خوا داسې راپورونه هم شته چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله چې د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې دي، له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا