اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان لخوا طا-لبانو ته د “ترهګرۍ” په وړاندې د همکارۍ وړاندیز

دید خبري آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان کړی چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طا-لبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په باجوړ کې وروستي ځانمرګي برید ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان له افغانستانه غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپل رول ولوبوي.

په باجوړ ښار کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای پاکستان پر یوې غونډې د وروستي برید په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ټپیان شوي او د تلفاتو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.

د داعش ترهګرې ډلې د خراسان ولایت څانګې د دغه برید مسئولیت منلی دی.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دغه برید وروسته ویلي چې په دغه هېواد کې ترسره شوي ترهګریز بریدونه په افغانستان کې پلان شوي دي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د پاکستاني طا-لبانو تحریک په افغانستان کې فعال دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا