افغانستانروستي خبرونه

طالبانو پینځه داعشیان غرغره کړي دي

تاند- ایراني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو د افغانستان په لوېدیځ کې د داعش ۵ مهم غړي اعدام کړي دي.
تسنیم نیوز خبري آژانس د طالبانو په قول وايي، د داعش یو مشر اقا جلیل او د داعش څلور نور مشران د افغانستان په لوېدیځ کې اعدام شول.
داعش ډله له شیعه ګانو سره سخت مخالفت لري او ایراني ځواکونه او شیعه ملېشې په عراق او سوریه کې د دې ډلې پر ضد جنګېږي. په افغانستان کې هم له داعش سره مخالفت د دې سبب شوی چې ایران طالبانو ته نژدې شي.
طالبان نه یوازې له شیعه ګانو سره مخالفت نه لري بلکې په هغو سیمو کې چې شیعه افغانان اوسي، له دولتي فعالیتونو، تاسیساتو او خلکو سره کار نه لري.
خو داعش ترهګره ډله پر شیعه مسلمانانو هیڅ رحم نه کوي.
تسنیم وايي، د داعش بل مهم اعدام شوی مشر توحیدي نومېږي.
طالبانو ویلي چې د داعش غړي یې هغه مهال ونیول چې له فاریاب ولایته ننګرهار ته روان ول.
تسنیم د طالبانو له قوله ویلي چې دوی له ډېرې مودې راهیسې د داعش خوځښتونه څاري او په ځلونو له دې ډلې سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.
داعش ډلې د جون په میاشت کې د طالبانو پر ضد جهاد اعلان کړ او طالبان یې له اسلامه منحرف کسان وبلل.
د داعش له فتوا وروسته د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تسنیم خبري اژانس ته وویل، دوی د داعش د ځپلو کلکه اراده کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا