اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د پاکستاني ملایانو یو نوی پلاوی کابل ته راغلی دی

دید خبری آژانس: د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملایانو د پلاوي له سفر یوه ورځ وروسته د ۱۲ پاکستاني ملایانو دویم پلاوی کابل ته راغلی دی.

د پاکستاني ملایانو یو نوی پلاوی کابل ته راغلی دی

د نيوز انټرنېشنل د خبر له مخې، له پاکستان څخه يوه ١٢ کسيزه قومي جرګه نن (د اسد په ٩مه) له پاکستاني طا-لبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللې ده.
پاکستان دغه ۱۲ کسیزه جرګه د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني علماوو د پلاوي له راستنېدو یوه ورځ وروسته له هغه رالېږلې ده چې د جولای له ۲۵مې تر ۲۹مې افغانستان ته تللی و.
د جون په میاشت کې د پاکستان یوې ۵۳ کسیزې قبایلي جرګې کابل ته سفر وکړ او یوازې ۲۰ تنو یې د پاکستان د تحریک طا-لبان له مشرانو سره په خبرو کې ګډون وکړ.
د دغه راپور په اساس، د مولانا ګل محمد په نوم د تحریک طا-لبان یو غړی د جمعې په ورځ د پاکستان له ملایانو سره په کتنه کښې په پېښور کښې په آرمی پبلک سکول(د نظامیانو عامه مکتب) باندې حمله او د بې ګناه زده کونکو او استادانو وژل خپله ستره تېروتنه وبلله.
د دې دولس کسیزې جرګې سفر په داسې حال کې کابل ته کېږي چې د پاکستان د ملایانو یوه پلاوي په تېرو څو ورځو کې د افغان طا-لبانو او د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره کتلي او د دوی ملاقات یې ګټورې بللې دي.
مفتي تقي عثماني هم په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو ژمنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا