روستي خبرونهسیاستنړۍ

د اسرایيل او سعودي عربستان اړیکې نورې هم ښه کېږي

د اسرائیلو یوه وزیر ویلي چې هېواد يې له سعودي سره د دېپلوماتيکي اړيکو ښه کولو غیر مستقیمې خبرې پیل کړي دي او په نږدې راتلونکې کې به تل ابیب له ریاض سره علني دېپلوماتيکي اړيکې ولري.

د اسرائیلو د اطلاعاتو او مخابراتو وزیر درزي ایوب کارا وايي چې هېواد يې له سعودي سره غېر مستقیمي خبرې پیل کړې او په نږدې راتلونکې کې به ورسره دېپلوماتيکي اړيکې ولري.

ایوب کار وايي چې ښايي د یادو خبرو په پایله کې نه یواځې سعودي بلکې د قطر پر ضد ټول ائتلافي هېوادونو سره دېپلوماتيکي اړيکي پیل شي.

د «ميکور ریشون» خبري کانال سره د خبرو پر مهال نوموړي خوښي څرګنده کړې چې سعودي او ائتلافیانو يې د فلسطین قضیه شاته غورځولې او پر ځای يې د ایران او «سني ترهګرو» ډلو سره مقابلې ته زیاته پاملرنه کړې او له خپلو لومړيتوبونو يې ګرځولې ده.

اسرائیلی وزیر وايي چې امریکا له ډېرې مودې راهيسې زموږ ترمنځ منځګړتوب کوي، دوی اوس د داسې امورو وړانديز کړی چې له امله يې زموږ او سعودي ترمنځ اړيکې علني کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال موږ د اړيکو د پیاوړي کولو له پاره پر دې سوچ کوو چې څنګه په سعودي عربستان کې اسرائيلي شرکتونه کې خپل فعالیت پیل کړي.

پر دې سربېره د ننتیاهو ځېنو نورو مشاورینو هم څرګنده کړې وه چې په اوسني وخت کې د اسرائیلو له لومړیتوبونو څخه د عربي او په ځانګړي ډول له خليجي هېوادونو سره دېپلوماتيکي او اقتصادي اړيکې ټينګول دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا