اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حقاني د اروپايي ټولنې له استازي سره په کتنه کې په مهمو نړیوالو سازمانونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه

ډید خبری آژانس: سراج الدین حقانی په افغانستان کښې د اروپایی اتحادیې د سفیرې رفایلا یودیچی سره په کتنه کښې په نړیوالو ادارو کښې د سرپرست حکومت د غړیتوب غوښتنه وکړه.

سراج الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ (د جدی ۲۷مه) رافائلا یودیچی ته وویل چې په دغو بنسټونو کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له غړیتوب سره به «د مسلو هوارول اسانه شي».

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې حقاني ویلي چې د سرپرست حکومت له غړیتوب سره به په نړیوالو بنسټونو کې «افغانان خپل رښتیني استازیتوب ترلاسه کړي».

سرپرست حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو غونډو ته هم نه دی بلل شوی.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې د کورنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي چې: افغانستان له لسیزو بې ثباتۍ وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات پر لور روان دی.

د خبرپاڼې له مخې، رافایلا یودیچی په دوحه کې د افغانستان د مسئلې په اړه د ښکېلو هېوادونو د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې وکړې، چې ویل کېږي راتلونکې میاشت جوړېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا